to page
Meny

پښتو

کوریوګرافی ــــ إنتَر أکتیۋیتیت، سپروک اور إنتِګراسیون داسی یوه پروژه ده چه غواړی هر څوک د صحنې هنر ته لاسرسۍ ولری۰ دې پروژه کی باید د کوریوګرافۍ تمثیل په لسو ژبو ترجمه شی تر څو ډیرو کسانو ته د دې إمکان برابر شی چه وشی کولای په پروژه کی برخه واخلی، او د ژبنی پولو نه واوړی۰ دا پروژه به د صحنې هنر لپاره داسی میتودونه وپنځوی چه د پوهی د زیاتوالۍ، د امکاناتو د پراخوالۍ، او په زیاتو ژبو کی د صحنې هنر د إجراء په برخه کی مرسته وکړی۰

کوریوګرافی یو متفاعل نمایش دی د چه د لیدونکی د برخی اخیستنی پر بڼسټ جوړیږی۰ ټولو لیدونکی ته ګوشۍ ورکول کیږی چه د هغې نه به یو غږ هغوی ته لارښوونه کوی چه څرنګه دی ځان وخوځوی، په کوم حالت کی دی خپل بدن عیار کړی، او له نورو سره دی ځان څرنګه تنسیق کړی۰ مطلب دادی چه په إجراء کی به کوم ډانسر او لوبغاړی حضور و نه لری، بلکه دا به لیدونکی وی چه په ګډه به کوریوګرافۍ جوړوی۰

د دې نوی پروژې آیډیا د هغو جلسو نتیجه ده چه مونږ د هغو شاګردانو سره لرل چه سویډنی یې لُمړنيه ژبه نه ده۰ له همدې کبله هغوی ونشوای کولای په ورتو شرائطو کی په کوریوګرافۍ کی برخه واخلی۰ بل خنډ دا ؤ چه لارښوونی ټول په سویډنی لیکل شوی وه۰ د کوریوګرافۍ إجراء په کال دو زره شپاړلسم کی د هغی ډانس ټولګۍ له خوا جوړه شوه چه د یوهانسونس پِلارګونَر اور دانس په نوم یادیږی۰ دا ټولګۍ په سویډن کی د بیلابیلو ښوونځیو دوره کړې ده۰

د دې پروژې معاونین دادی: هانینګه کُمون، آ بِ إف ستوکهولم، او اونګا کلارا۰ دغه پروژه د ألمینّه أرۋفوند په مرسته ترسره کیږی۰

کم سؤال لرۍ؟ غواړۍ کوریوګرافۍ لپاره وقت ونیسۍ؟

تماس

info@koreografin.se
0730678858

Listen here, Lyssna här